کندهار ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر راپور

د تېرې څه د پاسه يوې نيمې لسيزې جګړې او تاوتريخوالي پېښو کندهار کې پر ژوند د نا امنۍ سيوری غوړولی و. خو تېرو څو کلونو کې بيا کلکو امنيتي تدبيرونو د کندهار شپو مرګونې چوپتيا ماته کړې او اوس په کې د شپني ژوند بېلابېلو فعاليتونو د دغه ښار ژوند رنګين کړی دی. کله چې لمر د کندهار له غرونو پنا شي، ګڼ شمېر خلک په کې نويو پارکونو، کلبونو او رستورانتونو ته ورماتېږي، له خپلو ملګرو او کورنيو سره په کې وخت تېروي. د کندهار اوونۍ راپورنو لړۍ کې نن مامون درانۍ دغه ښار کې پر ژوند راپور راکوي.